د راتلونکو ټول ټاکنو په اړوند بیانیه
ډاکتر حبیب منګل ډاکتر حبیب منګل

                           

                              دموکراتیکې او سالمې ټاکنې او ملي - دموکراتیک بدیل

      افغانستان د جمهوري ریاست اوولایتی شورا ګانو د دریمو ټاکنو په درشل کې دي ،کومې چه د۱۳۹۳ کال دوري په ۱۶ نیټه  باید ترسره شي او اقتدار دښاغلي کرزي  څخه دهغه ځای ناستي ته انتفال ومومي. داټاکنی  زمونږ دهیواد په سیاسي راتلونکې او پرمختګ کې ټاکونکې اهمیت او ځای لري . خو پدي  شرط چې دموکراتیکې ، سالمې او معتبرې وي  او په پایلو کې یې يو پیاوړئ  ملي - دموکراتیک  او کارا حاکمیت   را منځته شي .    

           دموکراتیکی او سالمی ټاکنې

    په دموکراتیک نظام کې د واک او ملي واکمنئ او دحکومت داقتدار او  سیاسي مشروعیت سرچینه دخلکو آزاده اراده او رایه ده چې په ټول ټاکنوکې انعکاس مومي او کارول کیږي . خو ټاکنې باید دموکراتیکي  او سالمې ، یعنې مشارکتي ، رقابتي ، کثرت ګرا ، څو ګوندي ، آزادې ، عادلانه ،عمومي ، رڼې ،شرافتمندانه ، داعتبار او منلو وړ وي. خو ‌ټاکنې یوازې د سیاسي مشروعیت او واک ترلاسه کول او ساتل ندي ، بلکه د ښې دولت دارۍ او حساب ورکونکو ، مسولیت منونکو ، قانومند او فساد نه منونکو ، موثر او کارا حکومتونو درا منځته کولو د مبارزې او سیاسي سیالئ ډګر دئ . دموکراتیکې او سالمې ټاکنې ، دموکراسي ټینګوي او حاکمیتونو ته ثبات ور بخشي . برعکس نمایشي او  تقلبي ټاکنې چې یوازې د سیاسي مشروعیت  دترلاسه کولو دحاکمه کړیو  اوزور او زور  لرونکو  د خپل منځي نوبتي مسابقې او  دواک دلاس په لاس کیدو او ادلون – بدلون لپاره ترسره کیږي ، خلک د وخت په تیریدو د داسې ټاکنو  څخه  لاس په سر کیږي او په پایلو کې سیاسي بحرانونه  او بې ثباتي  را منځته کیږي ، دموکراسي مري او دیکتاتوری او استبداد تکرایږي.

     افغانستان دموکراسۍ او دموکراتیک نظام ته دتیریدو په نوي موج کې دوي ټاکنې تیرې کړي او دادئ دریمې ټاکنې تجربه کوي.د افغانستان د خلکو ، سیاسي او مدنې ټولنې او د نړیوالې ټولنې اساسي  غوښتنه  داده  چې  دریمی ټول ټاکنې باید مشارکتي ،  رقابتي ، کثرت ګرا ، آزادې ، عادلانه ، رڼې ،عمومي اوشرافتمندانه وي. څو اقتدار په دموکراتیک او قانونې ډول انتقال ومومي او یو مشروع حاکمیت او حکومت را منځته شي ،داساسی قانون نظام او  سیاسی ثبات وساتل شي اودموکراسئ ریښه ونیسي 

    خو دا غوښتنې په عمل کې په هغه صورت کې ترسره کیدای شي چې  حکومت دټاکنو امنیت ، عمومیت  او سراسري والئ په ښه توګه تامین  کړي او په ټاکنو کې ناروا مداخله ونکړي ، دټاکنو خپلواک کمیسیون خپله بی طرفي او خپلواکي وساتي او ټاکنې  ښه مدیریت کړي  ، درایو واجد هیوادوالو لازم شرکت تامین کړي او  دنومونو ثبت  او کارتونو ورکول سم نظارت وکړی ، په بې امنه سیمو کې په زرګونه خیالي او تقلبي مرکزونه وتړي او دتقلبي رایو څخه دصندوقونو دډکولو مخه ونیسي ، رايي سمې وشمیري او دټاکنو  شفافیت یا روڼتیا تامین او دشکایتونو کمیسیون کارایی ولري ، نوماندان ، سیاسي ګوندونه ، مدنې ټولنه او رسنۍ  هم دټاکنو دنظارت او مشروعیت لپاره مبارزه او هڅه اوهاند وکړي  دملګرو ملتونو سازمان او نړیواله ټولنه هم د ټاکنو په برخه کې خپل هوډونه او مسولیت ترسره کړي او هر اړخیزه مرسته وکړي .  خو که داسې ونه شي او په ټاکنو کې بیا سیاسي او انتخاباتی فساد او درغلئ  تکرار شي او په واک کې د زور اوزور لرونکي قشري او افراطی  کړئ ، بنیاد ګران  او لوټ ماران ابقا شي ،دا خطر شته چې په هیواد کې بی ثباتې او یو سیاسي بحران دټولو ناوړو پایلو سره  را منځته شي.

          ملي – دموکراتیک بدیل

    د افغانستان د جمهوري ریاست دریمې ټول ټاکنې په داسې وضعیت کې ترسره کیږي چې هیواد دموکراسې د تیریدلو  اودموکراتیک نظام دجوړیدلو په نوي او دریم موج او سیاسي پروسه کې  د((انتقالي لسیزې )) څخه دوهمې لسیزي یا د((تحول لسیزي )) ته داخلیږي . سره له دې چې د انتقال په لسیزه کې د سیاسي پراختیا ،اقتصادي او فرهنګي ودي په ډګر کې ځینې دپام وړ او مهمې لاسته راوړنې تر سترګو کیږي ، لکه ددموکراسې داصولو پر بنیاد دیوه مدون نوی اساسی قانون تصویب او دسیاسي ، د بیان ، مطبوعاتو  او مدني آزادیو نسبي تامین او نور چې دساتلو ، پراختیا او تینګتیا لپاره یی باید اغیز منه او یو موټۍ مبارزه وشي . خوله له بده مرغه اساسي مسایل لا ندي حل شوئ او دادې هیواد په اوس او په ځانګړي ډول دبهرنیو ځواکونو دوتلو وروسته د سترو اوخطرناکو ګواښونو  او تهدیدونو سره مخامخ دئ .

   بنا پردی ، افغانستان  نه یوازي مشروع بلکه دبدلون دلسیزې داهدافو او دندو دتحقق لپاره یو دموکراتیک او سوله ایز بدلون ته اړه لری . یا په بل عبارت یو داسې  پیاوړئ  ملي - دموکراتیک  او کارا حاکمیت او سیاسي زعامت ددې تاکنو په پایلو کې باید اقتدار ترلاسه کړي ، چې موجودې لاسته راوړنې وساتي ، پراختیا ورکړي او ټینګي کړي او  سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي ، ټولنیزې ، فرهنګي او دبهرني سیاست مسایل حل او دنړیوالو ځواکونو دوتلو وروسته احتمالي ګواشونو سره اغیز منه او مستقلانه مقابله وکړي .      

    تاریخ ،د داسې پیاوړي ملـي - دموکراتیک او کار ا حاکمیت د را منځته کولو رسالت او مسولیت دیوه ملي-دموکراتیک بدیل یا ملي ، دموکراتیکو ، مترقی او دټولنیز عدالت پلوي سیاسي ځواکونو په غاړه ایښودلئ دئ ،چې یوه واحده وطني دموکراتیکه جبهه اویا یو (دموکراتیک انتخاباتي ایتلاف )را منځته کړي او  دیوه دملی – دموکراتیک کارا حاکمیت درا منځته کولو لپاره   دواحد نومانداو داساسي اهدافو( موخو)،اصلاحاتو او اقداماتو دلاندي( پلاتفرم ) سره په ټاکنو کې فعالانه ګډون وکړي :

          کارا دموکراسیي

    د یوې کارا دموکراسئ را منځته کول . ددي هدف لپاره په عمودي او افقی ډول دواک ښه تقسیم د پارلمانتاریسم اوپه سیاسي نظام کې دملي شورا او انتخاباتی نهادونو دنقش پیاوړتیا  ،په عمل کې  دقضایه قوی  دخپلواکۍ تامین او د قانون د واکمنۍ او د عدالت د تامین لپاره لازم  قانوني اقدامات ترسره کول،  دسیاسي  او انتخاباتي فساد ریښې ایستل او دالیګارشئ او زرسالاری یا دزور اوزرو دلرونکو په لاس کې دواک تمر کز اوانحصار  او  په دولتې اداره کې  دقشري ، افراطي ، بنیاد ګرو او فاسدو  افرادو تسلط پاې ته رسول ، دسیاسي مشارکت پراختیا او په نظام کې دګوندونو او مدني ټولنې دنقش ټینګتیا او سیاسي ، دبیان او دمطبوعاتی  آزاديو پراخول  اود مدنې  ټولني د نقش پیاوړتیا.

   دټاکنو په قانون له سره کتنه او دملي شورا۷۰په سلو کې چوکۍ ګوندونو ته تخصیص او دټاکنو موجود انتخاباتی نظام  تناسبي نظام ته تعدیل اودټاکنو د شفافیت لپاره لازم اقدامات .د خلکو اساسي حقونه او دبشری حقونو په اعلامیه او نورو کنوانسیونونو کې راغلو او تثبیت شوو بشری حقونو  اودمور او ماشوم په ښه توګه تامین ، دفاع او ساتل ، دښځو په وړاندې دتشدد دمخ نیوي قانون په قاطعیت سره  عملي کول او دکوچنیانو په وړاندي تشدد ته دپاي ټکئ کیښودل .

       مرکزي دولت د حاکمیت تامین او ټینګتیا  او دسیاسي او امنیتي وضعیت دښه والي  سره سم په اساسي قانون کې دتعدیلاتو دراوستلو له لارې مختلط ریاستي – پار لماني نظام را منځته کولو ته هڅه کول  ، پدي ډول چې ولس مشر یا جمهور ریس  چې ددري ګونو قواو په سر کې قرار لري  د اساسي قانون دلوې جرګې له خواه  او صدرا عظم چې داجرایيه قوې مشري کوي د ولسي جرګې له خوا ټاکل وټاکل شي ، او  همدا ډول دشرایطو  دمساعدت سره سم  والیان ،شاروال ، ولسوالان  انتخابي کول  او په محلي اداره کې دمحلي شورا ګانو د نقش او نظارت پیاوړتیا .

            ښه  حکمراني اوحکومت کول

   دقانون دحاکمیت  تامین او ټینګتیا او د اغیز من ، مسولانه ، کارا  او حساب ورکونکې حکمرانئ او حکومت کولو نظام رامنځته کول او د اداري ، مالي او اقتصادي فسادسره جهاد  او  په دي برخه کې  د فساد سره دمبارزي او د جزا دقانونو په قاطعیت تطبیق او په فساد متهم افراد عدالت ته سپارل او دولتي اداره دمفسدینو پاکول او د تفتیش او حساب- کتاب کارا سیستم را منځته کول،د دولتي مقاماتو د شته منیو تثیبت او په دې برخه کې د وضع شوو قوانینو سم او په قاطعیت عملی کول.په حکومت او انتخابي ارګانونو باندې د ټولنې او هیوادوالو دکنترول او نظارت تامین ، دحکومت له خوا انتخابي ارګانونو او خلکو ته د منظم حساب ورکولو سیستم ایجاد ، د خلکو اعتراضونو او غوښتنو ته ښه غوږ نیول او دقانونیت ، امنیت ، ارامش ، مصونیت په ښه توګه  تامین  او  دټولنیزو خدمتونو لکه د شووني او روزنې ، روغتیا ، کار ، کور ، ډوډي ، کالیو ، صحی او بو ، مواصلاتو ، ترانسپورت او نور ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو له لاري ددهیواد والو دژوند سطحه ښه کول  او  که حکومت په حمرانۍ او حکومت کولو کی پاتې راشي په خپله خوښه  او همدا ډول دانتخابي ارګانونه او یا دخلکو دغو ښتنې په صورت کې دکاره ګوښه کیدل   .           

           پایدار امنیت

  په هیواد کې امنیتي بحران ته دپای ټکئ کیښودل  او پایدار امنیت را منځته کول . اودې هدف ته درسیدو په خاطر دتروریسم ضد جګړه کې اوسنئ بن بست پاي ته رسول او دتروریسم ضد نړیوالو ځواکونه څخه په کلکه غو ښتل چې  چې دترور ضد ژمنی عملی او په سیمه کې دالقاعدی تروریستی اډې نابودې کړي  او همدا ډول د هیواد  په وړاندې د امنیتی تهدیدونو د دفع او طرد لپاره دملګرو ملتونو دامنیت دشورا څخه د اعتبار وړ نړیوال  امنیتي تضمیناتو ترلاسه کول .    

   دهیواد دفاعي قابلیت د ځاني کفایت سطحې ته رسول ، وسله وال پو ځ  په درنو وسلو تجهیز او ددولت او هیواد ټول ځواک ، قابلیتونه او امکانات  اوټولنیز پو تانسیل  دهیواد مستقلانه او اغیزمنې دفاع ته بسیج او تیارول ، وسله وال پوځ په ملي او وطن پرستانه روحیه او اساسی قانون ته په کلکه وفادرای روزل اوپه تدریج سره دسربازۍ دمکلفیت عنعنه بیرته اعاده کول او د وسله وال پوځ قومانداني او رهبري پیاوړتیا او غیر ګوندي کول او د قومي جانبداریو څخه ژغورل. دنشه ایی توکه دتولید ، پروسس او قاچاق او جنایاتونودمافیا ریښو ایستل، دغیر مسوول  وسله وال ګروپونه خلع سلاح او په ملکي ژوند کې ادغام او په تدریج سره دعمومې بی وسلې کولو برنامه عملي کول. 

     ددموکراسئ او دموکراتیک نظام د استقرار ،پایدار امنیت او  عادلانه او تل پاتې  سولې دتامین لپاره  دهیواد داساسي قانون پربنیاد او دملګرو ملتونو په وساطت ددولت د وسله والو مخالفینو سره روغې جوړي ته جوړونکي هڅه او هاند او  نړیواله ټولنه هڅول چې بر پاکستان فشار راولي چې دافغانستان په سوله کې ریښتینی همکاری وکړي  اوخپلې ژمنې عملي کړي . اوپه دې ډول دولتی ضد وسله وال مخالفت ته د پاې ټکئ کیښودل .

           اقتصادي پایداره  وده او پرا ختیا

     دهیواد داقتصادي وروسته پاتي والې د له منځه وړلو په جهت کې اساسي اقدامات ترلاس لاندی نیول ،دستونځو حل او ګواشونو سره اغیز منه مقابله کول . او دې هدفونو ته درسیدو لپاره د هیواد صنعتی کول او کلیدی صنایعو وده او زیر بنایی پروژو ایجاد او پر اختیا  ، دطبعي  زیرمو او شته منیو  ساتلو ، را ایستلو ، کارولو او دمدیریت پیاوړتیا او په دې برخه کې دفساد ریشې ایستل ، دکرهڼې دمیکانیزې کولو  او تولیداتو دزیاتولو او کورنئ او بهرنئ سوادګری دودې اونورو اقتصادی برخو کې اغیزمن اقدامات او دملي اقتصاد دپیاوړتیا لپاره دکورنئ او بهرنئ سرمایې اچونه هڅول او د بزګرانو او ځمکه لرونکو په ګټه دځمکو اصلاحات ترسره کول.

    د ملی اقتصاد په وده او پیاوړتیا کې د خصوصي سکتور دودې څخه ملاتړ  . خو د آزاد بازار اقتصادبې بندوبارئ ته دپاي ټکئ کیښودل او د ټولنیزې سمت ګیرۍ آزاد بازار اقتصاد او داقتصاد دټولو سکتورنو (خصوصي ، دولتي ، مختلط او کو پراتیوي) متوازنې ودې د سیاست تعقیب  او دټولنې دیوه لږه کي  په لاس کې د هیواد د اقتصادي واک او ملي شته منیو تمرکز سره قانوني مبارزه  ،د اقتصادي او مالي فساد دمخدره مواد دتولید او قاچاق او غیر قانوني اقتصاد ریشو ایستل  ،دبهرنیو مرستو جلب ، خو دانجو ګانو په فعالیت باندې دولتي کنترول او نظارت ټینګول او ملي اقتصاد دبهرنئ کاملې وابستګۍ څخه ژغورل  او دنړیوالې ټولنې مرستې ددولت له خوا په سمه توګه کارول .دمالیاتو په قانون بیا کتنه او دمستقیمو اودمترقي مالیاتو سیتسم را منځته کول ، د بانکي سیستم اصلاح او تقویه  او بهر ته دپیسو دایستلو او قاچاق مخه نیول او دولتی بانکدارۍ پراختیا ته ځانګړي پاملرنه کول .                                                                                                                 

        پایداره ټولنیزه پراختیا

     د رفاه دولت درامنخته کولو لپاره هڅه او هاند  او اقتصادي وده دټولنې د رفاه په خدمت کې هدایت او دټولنې د هروګړي سوکالي ددولت او ټولنیزو بیمو له خواتضمین . دسړي سر عاید  دلوړوالي ، ټولنیز عدالت دتامین او فرصتونو دبرابرئ ،د ملی شته منیو دعادلانه ویش ، دخلکو  داقتصادي حقونو او امکاناتو او داخیستلو د توان دزیاتوالي د ټولیزې  سرمایی او انساني پراختیا  دژوند دمحیط ساتني ، د ښاری ژوند دپر اختیا او په ټولنیزو برخو کې دښځو( ۵۰سلنې) او ملیونونو افغانانو دبې وزلۍ ، لو ږې ، بې کورۍ بیکارۍ او دژوند د نورو ستونځو دحل لپاره اغیز من  اقدامات ، ددولتي روغتیایی سکتور دانکشاف له لاري  روغتایی خدمتونه په سمه توګه وړاندي کول او په دې برخه کې  خصوصي سکتور هڅول . خو کیفیت ته یی پاملرنه کول او دناوړه ګتې اخیستنې مخه یی نیول .دماشوم او مور ، کور ، کار ، تقاعد ، دشوونې او روزنې  ، دمعلو لینو  او معیبونوسره دمرستی  اونورو ټولنیرو تامیناتو د بیمو سیستم را منځته کول  . دکار  او کارګر په قانون دسره کتنه او دکارګرانو ُ، لاسي صنایعو اوکسبګرو صنفي اتحادیو پیاوړتیا او  داقتصاد د ټولو سکتورونو دکارګرانو  او کارکونکو ته د صحي اودکارپیداکولو بیمو را منځته کول، او دزده کونکو ، شوونکو  ، استادانو روشن فکرانو ، فرهنګیانو ، لیکوالو ، هنرمندانو ،دولتې مامورینو او نورو ټولیزو قشرونو دژوند دښه والي  لپاره اغیز من اقدامات . په دې ډول د ټولنیزې دموکراسئ نظام ته دتیریدو لاره پر انیستل.

     فرهنګي وده او پرا ختیا

   فرهنګي – کلتوري ودي او پراختیا ته دعمومي پر مختګ داساسي عامل په توګه ځانګړې پاملرنه  او په  دې برخه کې اوسنئ لاسته راوړنې ساتل او دشوونې او روزنې او لوړو زده کړو دموسسو پیاوړتیا ،دملیونونو ځوانانو ، شاګردانو او محصلینو ، ښوونکو  ، استادانو ، فرهنګیانو  ،لیکوالو او شاعرانو او هنر مندانو غوښتې په شه توګه تامین . د ملي او کلتوري  منل شوو  ارزښتونو ساتنه  ،د نوع دوستئ ، عدم تشدد ، دسولې غوښتنې ، سولې دوستئ ، همزیستئ اوهمگرایئ ، نظم  اوقانون منني فرهنګ ترویج  او د جهالت او خرافاتو په ضد  مبارزه او دفرهنګی او عمومي پر مختګ لپاره دروشن ګرئ ، عقل ګرایئ او مدرنیتې دغورځنګونوڅخه په الهام او د پر مختللی بشریت او نړئ دفر هنګي پر مختګ او دعلمی - تخنیکي او اطلاعاتی انقلاب د لاسته راوړنو څخه په ګټه اخیستنې دهیواد فرهنګی ودې ته تحرک ورکول.

         ملي ګټې اونړیوالئ  همکاری

   دهیواد ملي واکمني  او سیاسي خپلواکي په بشپبړ ډول تامین  او دهیواد وحدت ، تمامیت  او  ملي امنیت په ډادمن ډول ساتل او د بهرني دخالت او لاس وهنو مخه په سمه توګه نیول .دګاونډیانو سره دملي ګټو او ملي واکمني ، خپلواکې ، دځمکې بشپړیتا ته داحترام او دنه مداخلې او دخالت پر اساس دنیک ګاونډیتوب اړیکې ټینګول اوپراخول  او دآسیا دزړ ه او دجنوبی - مرکزی آسیا - منځني ختیځ دپله په توګه دهیواد دجیوستراتیژیک او جیوایکونومیک موقعیت څخه ښه ګټه پورته کول او دسیمې اونړئ دټولو  هیوادنو سره متقابلا  ګتورې سیاسي ، اقتصادي ، تجارتي  اړیکو جوړول ، ټینګول او پر اختیا ا وددوستوهیوادونو سره ستراتیژیکې همکاریو موافقتنامو  ته متعهد پاتې کیدل او نوموړو هیوادونو څخه هم غوښتل  چې د موافقتنامو له مخې زمونږ دهیواد دامنیت  ثبات ، سیاسي او اقتصادي پراختیا په برخه کې خپل هوډونه په ښه توګه  ترسره کړي او د سیمی او نړي د نورو هیوادونو سره هم دمتقابلوملي ګټو دتامین پر مبنا  همکارئ موافقتنامی امضا کول .

         د افغانستان ملي، دموکراتیکو او مترقی ځواکونو ، ګرانو  ملګرو او دوستانو!

   راځئ چې دهیواد دسیاسي تاریخ پدې  حساس او برخه لیک ټاکونکي پړاوکې او دپورته اهدافو ، اساسي اصلاحاتو او دندو دعملی کولو لپاره یوه واحده وطني او دموکراتیکه جبهه را منځته کړو او په راتلونکو ټاکنو کې د  واحد کاندید او پورته پلاتفرم سره  ( چه باید نور هم  غنې شي) فعا لانه ګډون وکړو او دیوه  پیاوړي ملي – دموکراتیک او دخلکو خدمت ګار او کارا حاکمیت په ایجاد او یوه آزاد ، خپلواک ،دموکراتیک ، امن ، با ثباته ، غوړیدلي ، پر مختللي ، پیاوړي او سرلوړي افغانستان او دیوی دموکراتیکې،مدني ، مرفه او عادلانه ټولنې دآرمانونو د تحقق په ملی- تاریخي داعیه کی برخه واخلو او دګران افغانستان او افغان ولس په وړاندي خپل تاریخی رسالت په ځای کړو .

           ګرانو وطنوالو ، خویندو او وروڼو !

    که غواړئ د ترور ، جګړې ، بي امنئ ، تشدد ، سیاسي او اداری فساد ،  بي ثباتۍ ، بې قانونۍ ، زور زیاتئ ، فساد ،ظلم ، بې وزلئ ، لوږې ، ناروغي ، بې کورئ ، بیکارۍ ، نژادي ، قومی او مذهبی تصعب ، افراطیت  او تبعیض ، ستم او  ټولنیزوبې عدالتیو او نورو ستونځو  څخه نجات ومومئ او دخپلو سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو  فرهنګي ، انسانی او بشري حقونو څخه  په ښه او پوره توګه  برخوردار شئ  او نیک مرغه ژوند ولرئ ، په روانه سیاسي مبارزه  او په راتلونکو ټاکنو کې دملې ، دموکراتیکو ، مترقي او ټولنیز  عدالت پلوي ځواکونو تر څنګ ودریږي او  ددوي کاندید ته رایه ورکړئ .

 

                      ژوندئ  دې وي ګران افغانستان . نیکه مرغه دی وي افغان ولس .

               مخ په وړاندي په ټاکنو کې دیو موټي او فعالانه ګډون او بریالیتوب  په  لور

                                                                    

 

 








September 8th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها